افغان غږ خبری آژانس: په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منزه کاکړ وايي، چې تر اوسه شاوخوا سل افغانان د پاکستان د کراچۍ او د سند صوبې په نورو ښارونو کې د ویزې د نه لرلو په تور بندیان دي.
د هغه په وينا، د دغو بنديانو دوسيې بشپړې شوې او که فدرالي حکومت وغواړي، کولاى شي د محکمې له حکم پرته د هغوى د خوشې کولو او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان موتاغي هم د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خپله وروستۍ ټیلیفوني اړیکه کې د کوچني اختر تر رارسیدو مخکې د ټولو افغان بندیانو د خوشي کیدو غوښتنه کړې وه.