دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 268420
موږ هڅه کوو چې د الوتکو ضد توغندي ترلاسه کړو
د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د افغانستان له هوايي حریم څخه د وروستیو سرغړونو په غندلو سره وايي، د هېواد د هوايي حریم د خوندي کولو هڅې کوي. هغه زیاته کړه چې دوی هڅه کوي د دغو بریدونو د حل لپاره د الوتکو ضد توغندي ترلاسه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت له رویټرز سره په مرکه کې ویلی چې د هېواد د هوایی حریم د امنیت لپاره هڅې کوی.
 
هغه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا د هېواد له هوايي حريم څخه وروستۍ سرغړونه وغندله او زياته يې کړه، چې دوى د الوتکو ضد توغنديو د ترلاسه کولو هڅې کوي.
 
ده په دې خبرې سره چې د الوتکو ضد توغندي د هېوادونو اړتياوې دي، څرګنده کړه چې ټول هېوادونه د پرمختللو وسلو په لټه کې دي چې د خپلې خاورې او هوايي حريم د بشپړتيا د تامين لپاره؛ په دې کې شک نشته چې افغانستان د دې لپاره تر خپله وسه هڅه کوي.
 
د پوځ لوى درستيز په دې اړه له نورو جزياتو ورکولو ډډه وکړه، چې دوى به دغه توغندي څنګه ترلاسه کوي.
 
فطرت زیاته کړه: "موږ د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره د حل لارې موندلو لپاره پوره هڅه کوو او له خپل ټول توان څخه به کار اخلو."
 
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا په پرله پسې ډول د افغانستان پر فضايي حريم تېرى شوى، چې د دفاع وزارت د سرپرست په وينا، دغه الوتکې د پاکستان له هوايي حريم څخه افغانستان ته ننوتي دي.
 
https://avapress.com/vdchi6niv23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته