افغان غږ خبری آژانس - غزنی: د شنبې په ورځ (۲۲حمل) د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم له خوا د غزني ولایت نوی والي حافظ محمد امین جان عمري په رسمي ډول معرفي شو.
د غزني نوي والي د معرفۍ په مراسمو کې په خپله وينا کې خلکو ته د صادقانه خدمت ژمنه وکړه او ويې ويل چې بدلون په هره اداره او نظام کې يو اصل دى.
له بلې خوا د غزني پخواني والي مولوي اسحق محمد اسحاق اخندزاده له نوي والي وغوښتل چې د غزني د مدرسې د روغتون د بشپړېدو او د سردې بند د بيارغونې لپاره دې زمينه برابره کړي.
د غزني مخکني والي په دې وروستیو کې د دغه ولایت خلکو او چارواکو ته ښه راغلاست ووایه.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د رهبرۍ په امر يو شمېر پخواني چارواکي نورو دندو ته ور وپېژندل شول او د وردګو د پخواني والي په ګډون د يو شمېر ولايتونو واليان هم بدل شول. د غزني د نوي والي په توګه معرفي شو.