دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 268274
یونیسف په سرپل کې څلور زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي
په سرپل ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د یونیسف ادارې له خوا د څه کم څلور زره هلکانو او نجونو د زده کړې لپاره د کلیو کلپونو د جوړولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرپل ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني د دوشنبې په ورځ (حمل ۲۱) وویل، چې د یونیسف له خوا په مرکز او سیدآباد، صیاد، کوهستانات الفتح، الجهاد او البدر ولسوالیو کې جوړوي.
 
په ورته وخت کې د سرپل ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو جرګو په جوړېدو سره به د دغه ولايت د لرو پرتو سيمو هغو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي چې له زده کړو بې برخې دي.
 
دوی د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق له خوا د دا ډول پروګرامونو د دوام او پراخولو غوښتنه کوي.
 
تر دې وړاندې یونیسف هم په جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې د زده کوونکو لپاره درسي کتابونه وېشلي او ځایي ورکشاپونه یې جوړ کړي وو.
 
د شمېرو پر بنسټ، دا مهال په سرپل کې تر ۸۰ ډېر دولتي ښوونځي نشته او د دغو ښوونځيو زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي.
 
https://avapress.com/vdcefv8wejh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته