دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 268236
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړ
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او د واورې د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن دوشنبه د سلواغې ۲۱ مه د سالنګ په ګډون په پروان، پنجشیر، بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان او نورستان ولایتونو کې د باران او واورې وریدو امکان شته.
 
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې ده او د واورې اندازه هم له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
په همدې حال کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې دغو بحرونو ته څېرمه د سېلابونو له خطره خبر شي.
 
د يادونې وړ ده، چې وروستيو اورښتونو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ويجاړوونکي سېلابونه راوتلي دي. دغو سېلابونو په يو شمېر ولايتونو کې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcc14qie2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته