افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د حیرتان ګمرک رئیس صفر محمد سحر نن (شنبه، حمل ۱۹)
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د حیرتان ګمرک له ۱۲ میلیارده افغانیو څخه زیات عواید راټول شوي دي.
د هغه په وينا، دغه عوايد د ١٤٠٠ ميلادي کال په پرتله څلور ميليارده او ٤١٩ ميليونه افغانۍ زيات وو، چې ٥٩ سلنه زياتوالى ښيي.
د حیرتان د ګمرک مشر همدارنګه زیاته کړه، چې د حیرتان بندر له لارې د وارداتو او صادراتو زیاتوالی د ګمرک په عوایدو کې زیاتوالی راوستی دی.
حيرتان د هېواد په شمال کې يو له مهمو بندرونو څخه دى چې له دې لارې زياتره خوراکي او نفتي مواد هېواد ته داخلېږي.