افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان په ګډون د هیوادونو یوولس کلنو فوټسال ټیمونو د آسیا پاسیفیک دفوټسال په سیالیو کې چې د دوهم ځل لپاره د ایران په اسلامی جمهوریت کې ترسره کیږی، د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
په دغو سیالیو کې د جاپان، تایلنډ، قرغزستان، ازبکستان، عراق، چین، قزاقستان، مالیزیا، افغانستان، تاجکستان او کویټ هېوادونو د کاڼو فوټسال ټیمونو د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
دا سیالۍ د فوټسال د نړیوال جام د غوراوي سره سمې روانې دي او د دغو لوبو په پای کې به څلور غوره لوبډلې د فوټبال نړیوال جام ته، چې سږ کال په برازیل کې ترسره کېږي، کوالیفاي کوي.
د آسيا پاسفيک د کاڼو فوټسال سيالۍ به د روان کال د مې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه تر نهمې نيټې پورې د ثور د مياشتې له يوولسمې نيټې څخه تر ۱۹مې نيټې پورې په تهران کښې ترسره شي.