کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کاڼو فوټسال ملي لوبډله د اسیا پاسیفیک سیالیو کې ګډون کوي

19 حمل 1402 ساعت 10:23

د افغانستان د کاڼو فوټسال ټیم به د آسیا پاسیفیک په سیالیو کې چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې ترسره کیږي، ګډون وکړي.


آوا - د افغانستان په ګډون د هیوادونو یوولس کلنو فوټسال ټیمونو د آسیا پاسیفیک دفوټسال په سیالیو کې چې د دوهم ځل لپاره د ایران په اسلامی جمهوریت کې ترسره کیږی، د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
 
په دغو سیالیو کې د جاپان، تایلنډ، قرغزستان، ازبکستان، عراق، چین، قزاقستان، مالیزیا، افغانستان، تاجکستان او کویټ هېوادونو د کاڼو فوټسال ټیمونو د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
 
دا سیالۍ د فوټسال د نړیوال جام د غوراوي سره سمې روانې دي او د دغو لوبو په پای کې به څلور غوره لوبډلې د فوټبال نړیوال جام ته، چې سږ کال په برازیل کې ترسره کېږي، کوالیفاي کوي.
 
د آسيا پاسفيک د کاڼو فوټسال سيالۍ به د روان کال د مې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه تر نهمې نيټې پورې د ثور د مياشتې له يوولسمې نيټې څخه تر ۱۹مې نيټې پورې په تهران کښې ترسره شي.
 


د مطلب کود: 268099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268099/د-کاڼو-فوټسال-ملي-لوبډله-اسیا-پاسیفیک-سیالیو-کې-ګډون-کوي

آوا
  https://www.avapress.com