دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 267948
ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو کارکوونکو ته ویلي چې تر دوو ورځو دې خپلو دفترونو ته نه ځي
د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر کار د بندیز د غځولو په غبرګون کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته امر کړی، چې تر راتلونکو دوو ورځو خپلو دفترونو ته ور نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دا پریکړه وروسته له هغې کیږي چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز تمدید کړ.
 
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک تېره شپه په نیویارک کې د دې سازمان په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما کارکوونکو ته د اسلامي امارت له خوا لفظي امر شوی چې په ادارو کې د ښځو له کار کولو منع کړي.
 
پرون یوناما اندیښنه څرګنده کړه چې په ننګرهار ولایت کې د دې ادارې افغان ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکول کیږي.
 
ښاغلي دوجاریک وویل چې ملګري ملتونه د خپلو اقداماتو له پایلو خبر دي او د ملګرو ملتونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره وکتل او وضاحت یې ترې وغوښتل.
 
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې څلور سوه ښځې په خپلو دفترونو کې کار کوي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې د اسلام او شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو د تیر کال په ډسمبر میاشت کې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه. خو بیا د روغتیا او تغذیې په برخه کې د ښځو د کار لپاره استثنايي معافیت ورکړل شو.
 
https://avapress.com/vdcbazb5wrhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته