دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 267946
د سلما بند د اوبو د خوشې کولو مهال ویش وټاکل شو
د انرژی او اوبو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هرات ولایت ولسوالیو ته د سلما بند د اوبو د خوشې کولو مهالویش په دغه ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سه شنبې په ورځ (حمل ۱۵) د هرات د سلما بند د خلاصون په موخه غونډه وکړه.
 
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د سلما بند به د شپاړسو ورځو لپاره د چشت، اوبې او پښتون زرغون ولسوالیو، د انجیل او ګذرې ولسوالیو ته د پنځو ورځو لپاره او بیا د زنده جان په لور وتړل شي. د پنځو ورځو لپاره ولسوالي، کهسان او غوريان ازاد شي.
 
د سلما بند د هېواد په لوېدیځ کې یو له مهمو بندونو څخه دی چې د هریرود پر سیند د هند له خوا د ۲۹۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
 
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت نه دي ویلي چې په دغه بند کې د اوبو اوسنۍ کچه څومره ده.
 
د سلما بند د ۶۳۳ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
 
https://avapress.com/vdcjxae8muqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته