افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په روی دواب ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله څه باندې زر څاروي له منځه تللي او د ۴۰۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات یې له منځه وړي دي. ویجاړ شوي دي.
د سمنګان د کرنې ریاست د مالدارۍ رئیس کرام الدین محمودي نن (حمل ۱۵)،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې په رای دواب ولسوالۍ کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو د دې ولسوالۍ د ابخورک او ګوشانه کلیو د اوسېدونکو ۱۰۷۰ څاروي له منځه وړي دي. .
د هغه په وينا، دغه راز په روي دواب ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله د لوبيا او اسفوټيدا تر کښت لاندې ٤٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سمنګان په ولسوالیو او د هېواد په نورو شمالي ولایتونو کې تل د سیلابونو راوتلو خلکو ته زیانونه اړولي دي.