افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د سریلانکا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره شپه ۱۲ بجې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه او سریلانکا ته یې د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه.
د سریلانکا لوبډلې وکولای شول یوازې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړي او بالاخره لوبه وبایلله.
افغان لوبغاړو هر یوه نعمان شاه ۶۴ او جمشید خان ۵۷ منډې وکړې. د افغان لوبډلې له لوري خلیل احمد د ۵ ویکټو په اخیستو د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دې لړۍ دویمه سیالي به نن یکشنبه د اپریل په دویمه ترسره شي.
په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې تېر کال دې لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.