دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 267747
د روغتیا نړیوال سازمان باید له افغانانو سره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې همکاري وکړي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره په کتنه کې له دغه سازمان څخه وغوښتل چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په خاطر له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندرآباد د روغتیا د نړیوال سازمان له استازی سره په کتنه کې له دغه نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د روغتیایی خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې له افغانستان سره همکاری وکړی.
 
د عامې روغتیا وزیر هم په دې کتنه کې وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د باکیفیته روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د ناروغانو د تګ مخه ونیسي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د طبي بنسټونو د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه هم خبرې وکړې.
 
په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګیدو وروسته د دغه هیواد روغتیایی سیستم د اقتصاد او اسانتیاوو له پلوه په بد حالت کې و. د خپرو شويو راپورونو له مخې، په ولايتونو کې ډېرى روغتيايي مرکزونه د درملو د کمښت او د اسانتياوو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.
https://avapress.net/vdci5yaryt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته