افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادی مرستیال نماینده مولوی عبدالله عزام تېر ماښام (جمعه، حمل ۱۱) د حامد کرزی په نړیوال هوایی ډګر کې وویل، چې له متحده عربی اماراتو څخه ترلاسه شوې مرستې به د افغانستان له خلکو سره شریکې کړی او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یه وسپارل شي او په شفاف ډول د اړمنو او اغیزمنو هیوادوالو ترمنځ وویشل شي.
نوموړی د افغانستان له بې وزله خلکو سره د متحده عربي اماراتو د بشردوستانه مرستو هرکلی کوي او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لامل بولي.
مولوي عبدالله عزام د خپلو خبرو په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بندیزونو او فشارونو پر ځای له افغانانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لاره غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم له اروپايي ټولنې څخه د څه باندې سل ټنه طبي مرستې، چې تجهیزات، درمل او نور په کې شامل وو، کابل ته راورسېدل.