افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د پاسپورټ عواید د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ لوړ شوي دي.
د لغمان ولایت د پاسپورټ ادارې زیاته کړه، چې د تېر کال د حمل د میاشتې څخه د حوت میاشتې تر پایه ۶۲ میلیونه او ۶۷۵ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي.
دغه چارواکي زياته کړې، چې دغه پيسې د پخوا په پرتله د پام وړ زياتې شوې او د دولت په حساب کې جمع شوې دي.
د لغمان ولایت د پاسپورت ریاست د عوایدو دغه اندازه په داسې حال کې اعلان کړه، چې د پاسپورټ ریاست اعلان کړی و، چې د دغه ریاست ټول عواید لوړ شوي دي.
د پاسپورت رياست تر پرانېستل کېدو مخکې د هېواد د نورو ولايتونو اتباعو له کابل ولايت څخه پاسپورټونه ترلاسه کول، خو په هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهير له پيلېدو وروسته دغه رياست اعلان وکړ، چې له دې وروسته د هر ولايت وګړي کولى شي پخپل ولایت کې د پاسپورت د مدیریت څخه پاسپورت ترلاسه کړي.
باید وویل شي، چې په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له نږدې یو کال ځنډ وروسته بېرته پیل شو.