افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ملی پراختیا ادارې رییس فرید عظیمی نن شنبه (کب ۵)
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د قوش تپې کانال په کار کې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی او که کار همداسې دوام وکړی. په دې توګه، لومړی پړاو به د روان کال د سرطان په میاشت کې بشپړ شي.
د هغه په وينا، د دغه کانال د کار لومړى فاز ١٠٨ متره اوږدوالى لري او له کلدار ولسوالۍ څخه تر دولت پورې رسېږي.
عظيمي ټينګار وکړ، چې اوسمهال د دغه کانال په کار کې کومه ستونزه نشته او ٣٠٠٠ کسان په کار بوخت دي.
د قوش تپې کانال د هېواد په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو لویه پروژه ده چې د امو له سرحدي سیند څخه د ۱۰ میلیارد متر مکعبه اوبو د لېږد ظرفیت لري.
دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۵۲ متره پلنوالی او له ۸.۵ څخه تر ۱۲.۵ متره ژوروالی لري. د قوش تپې کانال په بشپړیدو سره به د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي. د دې پروژې د لومړي پړاو بودیجه ۸.۲ میلیارده افغانۍ (۱.۴ میلیونه ډالره) ده.