افغان غږ خبری آژانس - کابل: خالد ځدراڼ چې پرون چهارشنبه د حمل ۲مه، په کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، یادونه وکړه چې په تېر یوه کال کې د دغو جرمونو په تړاو ۲۳۲ کسان د قتل په تور، ۹۰۱ تنه د غلا په تور او ۱۸۳۶ تنه په نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو کسانو نیول په تېر کال کې په کابل کې د اسلامي امارت د امنیه قوماندانۍ له لاسته راوړنو څخه وو او نیول شوي کسان یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، چې تېر کال ۱۶۶۸۵ تنه د بېلابېلو جنايي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.