افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې زلزلې په تخار او لغمان کې درې تنه وژلی او ۴۷ نور یې ټپیان کړی دی.
د تخار د عامې روغتیا رئیس عبدالقهار احمدي هم
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې وژل شوي او ټپیان د فرخار او کلفګان ولسوالیو څخه دي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې يو شمېر زده کوونکو د ليليې له لوړو پوړونو څخه د ځانونو د غورځولو له امله لاسونه او پښې ماتې کړې دي.
دغه راز په تخار کې هم د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي، چې تر اوسه يې کره شمېره نه ده معلومه.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ریښتر په کچه د ۶،۵ درجې تر یوې سختې زلزلې وروسته چې مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ وه او افغانستان او شاوخوا هېوادونه یې ولړزول، د اسلامي امارت مجاهدینو روغتیايي مرکزونه، ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ولیږلې. په ټول هیواد کې د ټپیانو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره بشپړ چمتووالی اعلان کړ. له نېکه مرغه په افغانستان کې دننه یې تلفات کم دي.