افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت ښاروال محمد ولي ادریس وايي چې د دغه ریاست عواید د تیر کال په پرتله پنځوس سلنه زیات شوي دي.
ده زیاته کړه: تیر کال (۱۴۰۱) له بېلابېلو سرچینو څخه څه باندې ۹۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
ښاغلي ادریس همداراز څرګنده کړه: په کال ۱۴۰۰ په دغه ریاست کې شاوخوا (۵۷) میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو.
ده دغه راز زياته کړه: د دغه رياست د عوايدو په زياتوالي سره د دغه رياست د ښاري خدمتونو او فعاليتونو اندازه هم زياته شوې ده.
فراه ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له اقتصادي ولايتونو څخه دى او دولت په دې ولايت کې له بېلابېلو سرچينو څخه اقتصادي عايد لري.
په ورته وخت کې د دغه ولایت مستوفیت هم د دغه ولایت په عوایدو کې د ۲۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.