افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د رئیس الوزرا دفتر د افغانستان د شیعه ګانو د کمیسیون له یو شمیر غړو سره د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
د رئیس الوزرا دفتر وايي، د دغه کمېسیون غړو محمد امیر بازل او علي اکلي د افغانستان د شیعه ګانو ستونزې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او هغوی ته یې له اسلامي اما رت سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د اتباعو پر یووالي او پیوستون د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د شیعه وګړو د ستونزو د حل لپاره به دولتي ادارو ته امر وکړي.
د رئیس الوزرا دفتر زیاته کړه چې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر وویل: اوس د دې وخت دی چې ټول قومونه د افغانستان د آبادۍ او سوکالۍ لپاره له یو بل سره لاسونه یو کړي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هیچا تر منځ هیڅ تبعیض او اختلاف نشته.