افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا د افغان ماشومانو د سپارلو د ستونزو په غبرګون کې چوپه خوله دی.
بیانیه زیاتوي چې امریکا ته د لېږدول شویو ماشومانو په منځ کې واشنګټن ۲۳۴ ماشومان له مور او پلار څخه جلا کړي او ۴۲ نور ماشومان د هغوی له رضایت پرته پالنې ته پرېښودل شوي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ټولټال ٨٢ زره افغان کډوالو څخه يواځې ٤٥٠٠ ته يې په امريکا کې د کډوالۍ حيثيت ورکړل شوى او پاتې نور يې د امريکا د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ ايستل شوي دي. د کانګرس پریکړيپراساس دوي یوازې د دوو کلونو لپاره په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو حق لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د حکومت پر تګلارې، یعنې بندیزونه، د ملي زیرمو بندول، د نړیوالو بشري مرستو د بندولو ګواښونه او د غربي موډل له مخې د بشري حقونو په رعایت ټینګار، له کابل څخه د واشنګټن ښکاره تورونه بللي دي.