افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د ایران اسلامی جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې له سید رضا فاطمی سره وکتل. د دغه هېواد د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزیر امین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یو لړ ټویټ کښې اعلان وکړ چې ښاغلی عزیزی د ایران د صنعت، کانونو او تجارت له وزیر سره په کتنه کښې د تجارت د اسانتیاو د زیاتولو او د ایران د اسلامی جمهوریت د تجارتی ویزو د مودې په زیاتولو باندې ټینګار وکړ.
ښې اقتصادي اړیکې، پر افغاني محصولاتو ترجیحي تعرفې او په بندرونو کې د کاري ساعتونو زیاتوالی ایران ته د افغان پلاوي نور وړاندیزونه دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست له ایراني پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ایران ته د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر سفر بریالی بللی دی.