کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایراني پانګوال باید په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي

27 حوت 1401 ساعت 10:57

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سید رضا فاطمي امین سره وکتل او له ایراني پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.


آوا - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د ایران اسلامی جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې له سید رضا فاطمی سره وکتل. د دغه هېواد د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزیر امین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یو لړ ټویټ کښې اعلان وکړ چې ښاغلی عزیزی د ایران د صنعت، کانونو او تجارت له وزیر سره په کتنه کښې د تجارت د اسانتیاو د زیاتولو او د ایران د اسلامی جمهوریت د تجارتی ویزو د مودې په زیاتولو باندې ټینګار وکړ.
 
ښې اقتصادي اړیکې، پر افغاني محصولاتو ترجیحي تعرفې او په بندرونو کې د کاري ساعتونو زیاتوالی ایران ته د افغان پلاوي نور وړاندیزونه دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست له ایراني پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ایران ته د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر سفر بریالی بللی دی.
 


د مطلب کود: 267081

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267081/ایراني-پانګوال-باید-په-افغانستان-کې-د-کرنې-او-مالدارۍ-برخه-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com