دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 267004
د کابل ښار بسونه به په ۱۶ نورو لارو کې هم فعال شي
کابل ښاروالۍ وايي، اوس مهال په کابل ښار کې ښاري بسونه په دوو لینونو کې فعالیت کوي او په پام کې ده چې په کابل ښار کې هم په ۱۶ نورو لارو کې هم فعالیت پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن چهارشنبه د کب په ۲۴ مه د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې اوس مهال د کابل ښار په دوو لارو کې ښاري بسونه فعالیت کوي.
 
بارکزي زياته کړه، چې کابل ښاروالۍ په دې برخه کې ښه کار کړى او هڅه کوي، چې د کابل ښار په نورو برخو کې هم د ښاري بسونو فعاله کړي.
 
که څه هم بارکزي د ښاري بسونو د تګ راتګ په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې ډېر ژر به د کابل ښار په ١٦ نورو لارو کې هم ښاري بسونه فعاليت پيل کړي.
 
تر دې وړاندې کابل ښاروالۍ ویلي و، چې د تېر حکومت پر مهال یې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۲۶۴ تمځایونه جوړ کړي، خو د هغه وخت د ترانسپورت وزارت د اقتصادي ستونزو له امله نه شوای کولای له هند څخه ښاري بسونه وپېري، له همدې امله دغه بهیر بشپړ شوی نه دی.
 
بارکزي د دغو ښاري بسونو په اړه وويل، چې په تېر حکومت کې د ښاري بسونو ډېرى تمځايونه په خطي لارو جوړ شوي، خو په ډېرو برخو کې د خلکو د نه پاملرنې له امله ډېرى يې له منځه تللي دي.
 
ياده دې وي، چې په تېر حکومت کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د ښاري بسونو کار پيل شوى او په ډېرو لارو کې د بس سټاپونه جوړ شوي، خو تر اوسه پر دغو لارو د ښاري بسونو د چلېدو خبر نشته.
 
https://avapress.com/vdce7f8wejh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته