دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 266988
ملي دفاع وزارت له ګاونډیانو سره د خبرو له لاري د سرحدي ستونزو د هواري غوښتونکی شو
د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو له لاري د سرحدي ستونزو د هواري غوښتنه کوي، نه د پوځي شخړې له لارې، خو په وينا يې، د ملي دفاع وزارت هڅه کوي، چې د سرحدي شخړو د مخنيوي لپاره يوه عملي حل لاره پيدا کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملي دفاع وزارت د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان پوله ساتو ځواکونو څو څو ځلې د پاکستان او ایران له سرحدي ځواکونو سره نښتې کړې دي.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وويل: "موږ غواړو له ګاونډيو هېوادونو سره سرحدي ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړو، نه د پوځي شخړې له لارې، په همدې اساس د ملي دفاع وزارت هڅه کوي، چې عملي حل لاره پيدا کړي تر څو د سرحدي شخړو مخه ونیول شي.
 
هغه د دې په څرګندولو سره چې د ملي دفاع وزارت ځواکونه د هېواد ټولې پولې تر خپل کنټرول لاندې لري، زیاته کړه چې د هېواد پوله ساتونکي د هېواد د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره منظم پلانونه لري.
 
خوارزمي تاکيد وکړ: مونږ له هيڅ ګاونډي سره د جنګ کوشش نه کوو نو پکار ده چې ګاونډي هېوادونه هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ سرحدي قوانينو ته درناوى وکړي
 
په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خېل هم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ شخړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده.
 
هغه زیاته کړه: د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو تخنیکي او مسلکي زده کړې ته اړتیا ده او په ورته وخت کې د اسلامي امارت رهبري باید د ګاونډیو هیوادونو له چارواکو سره د حل په موخه خبرې وکړي.
 
دغه پوځي کارپوه تاکید وکړ: هر کله چې د افغانستان د حکومت چارواکو د پاکستانیانو هیلو ته غاړه نه ده ایښې، هڅه کړې ده چې د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره له پوځي لارو په استفادې سره پر افغان حکومت فشار راوړي او خپلې سوداګریزې پولې بندې کړي.
 
هغه د دې په څرګندولو سره چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو مشران دې د سرحدي شخړو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي، يادونه وکړه چې د افغان امنيتي ځواکونو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې زياتې شي، په هماغه اندازه به په سيمه کې ناامني زياته شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سرحدي سرغړونو لاس پورې کړی، چې په دغو سرغړونو کې د افغانستان په خاوره کې دننه د انګار هودې، غلام خان او خواجه خدر په سیمو کې د تاسیساتو او پوستو جوړول شامل دي، چې د افغانستان په خاوره کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د جګړې لامل شوي دي.
 
د پاکستان حکومت افغانستان د پاکستاني طالبانو د مشرانو په ملاتړ تورن کړی، خو اسلامي امارت تل د پاکستان د حکومت دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې له پاکستاني طالبانو سره اړیکې نه لري.
 
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ ۱۳ سرحدي نښتې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcevp8wvjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته