دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 266981
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال: موږ په افغانستان کې د چینايي شرکتونو پانګونې ته خوشبین یو
د رئیس الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمیر چینایي سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې افغانستان د چینایي سوداګرو پانګونې ته خوشبین دی او د دغه هیواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته یې بلنه ورکوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه (کب ۲۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼي کې  له کانستنت ری او مستر وو دوه چينايي سوداګرو سره ليدنه وکړه.
 
د رئیس الوزرا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پورته یادو سوداګرو په افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې شتون ته په اشارې سره یې وویل، دوی له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې و همکاریو د دوام لپاره چمتو دي.
 
دوی زیاته کړه: اوس چې ظرفیت او کاري زمینه برابره شوې، اسلامي امارت د چینایي سوداګریزو شرکتونو په همکارۍ غواړي د سړکونو او لویو لارو په جوړولو کې اساسي پانګونه وکړي.
 
بل خوا د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو سوداګرو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل چې اسلامي امارت د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
 
د دغه وزارت سیاسي مرستیال د چین او افغانستان تر منځ مثبتو اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړه چې افغانستان د چینايي سوداګرو پانګونې ته خوشبین دی او د دغه هېواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته یې بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdch6-niz23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته