دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 266967
موږ له ایران سره دوه میلیارده ډالره سوداګري لرو او غواړو چې هر کال دغه سوداګري ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړو
د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ایران له سوداګرو او اقتصادی فعالانو سره په کتنه کښې وویل، د ایران او افغانستان ترمېنځ د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاو ظرفیتونه او زمینې ډېرې دی. هغه زیاته کړه چې له ایران سره دوه میلیارده ډالره سوداګري لرو او غواړو چې د سوداګرۍ دغه حجم په کال کې ۱۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړو.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پرون ماښام (کب ۲۲) د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره په کتنه کې وویل. موږ له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او زیاتوالي په لټه کې یو او هڅه مو دا ده چې ګډ اقتصادي فعالیتونه ولرو.
 
هغه زیاته کړه: موږ یو شان سرحد، یوه ژبه، یو کلتور، یو مذهب او یو له بل سره مشترکات لرو.
 
د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه: له ایران څخه مننه کوو چې د افغانستان د اشغال په دوو دورو کې یې زموږ کډوال په مینې او ورورګلوۍ توګه ومنل او د ګاونډیتوب او ورورولۍ حق یې ورکړ.
 
عزيزي زياته کړه: سيستان او بلوچستان ته سفر د دوستۍ، مينې او د ګاونډيتوب د احساس او د اقتصادي او تجارتي راکړو ورکړو د زياتوالي سبب کيږي.
 
هغه وويل، چې په تېرو کلونو کې افغانستان د بندر عباس او چابهار له لارې له ايران سره ډېره ښه سوداګري او ترانزيت درلود او په ورته وخت کې يې په دې برخه کې د لا زياتې اسانتيا غوښتنه وکړه.
 
  د ایران مهر خبری اژانس د دغه هیواد د صنایعو او تجارت د سرپرست وزیر له قوله نقل کړی او زیاته کړې یې ده: له ایران سره دوه میلیارډه ډالره تجارت لرو او غواړو چې دغه اندازه په کال کښې لس میلیارډ ډالرو ته ورسوو او دغه ظرفیت د دواړو هیوادونو په مینځ کښې شتون لری.
 
ده په دې باندې په تاکید سره چې افغان چارواکي له ګاونډیو هیوادونو سره روښانه او هیله مند نظر لري وویل: مونږ غواړو چې ایران په افغانستان کښې پانګونه وکړي او افغان سوداګر هم په ایران کښې پانګونه وکړي.
 
عزيزي څرګنده کړه: د ايران او افغانستان متخصصين بايد د ساينس او ​​ټکنالوژۍ په ټولو برخو کې له يو بل سره همکاري وکړي.
 
باید وویل شي، چې د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره اوونۍ ایران ته تللی و. نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو پولو د لیدنې ترڅنګ د ایران او افغانستان د سرحدي ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو او اقتصادي فعالانو سره هم وکتل.
 
https://avapress.com/vdcb00b5zrhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته