افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (سه شنبه، کب ۲۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د پیسو د تبادلې له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړه چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې په نغدو پیسو د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.