دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 266940
په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱،۹ میلیارد ډالرو ته ورسېد
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې د څه باندې ۱،۹ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې افغانستان د تېرو کلونو په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې تر ټولو زیات صادرات ثبت کړی دی.
 
جواد زياته کړه، چې د ١۴۰۱ لمريز کال له لومړۍ مياشتې څخه د کب تر ٢٠ مې پورې افغانستان د سيمې هېوادونو، ګاونډيو او نړۍ ته د ١،٩ ميلياردو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ دا ممکنه ده چې دا شمیره به د روان کال تر پایه دوه ملیارد ډالرو ته ورسیږي.
 
هغه زیاته کړه، افغان سوداګرو په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۱،۹ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، چې په ۱۴۰۰ او ۱۳۹۹ کال کې په ترتیب سره ۸۵۰ او ۷۸۰ میلیونه ډالره وو.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، د افغانستان ډېری صادراتي توکي سکاره، وچه او تازه مېوه، پنبه او سبزیجات دي.
 
هغه دا هم وويل، چې د افغانستان صادراتي توکي پاکستان، هند، ازبکستان، چين، ايران، تاجکستان، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ترکيې او ترکمنستان ته صادرېږي.
 
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې اسلامي امارت د صادراتو په برخه کې له جمهوري ریاست څخه ډېر بریالی دی.
 
هغه زیاته کړه، د افغانستان صادرات په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې په برخو کې بې ساري وده کړې او دا کار به د هېواد د اقتصادي وضعیت له ښه والي سره ډېره مرسته وکړي.
 
د رشتیا د څرګندونو پر بنسټ؛ د جمهوریت پر مهال تر ډېره د فساد او د امنیت د نشتوالي له امله سوداګرو په هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د صادراتو کچه تر ټولو ټیټه وه.
 
https://avapress.com/vdcc0eqix2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته