افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه بانک په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې وړ بانکونه او د پیسو د تبادلې او پیسو خدماتی شرکتونه کولای شی په داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
د هیواد مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
د افغانستان مرکزي بانک د شنبې په ورځ (کب ۲۰) ۱۵ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلورل.
د یادولو وړ ده؛ وخت په وخت، مرکزي بانک د اسعارو د بازار د ثبات لپاره ډالر د لیلام له لارې پلوري