افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت نن یکشنبه (د حوت ۱۴ مه) په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریز مرکز او دایمی نندارتون جوړول د افغانستان لپاره یو بنسټیز ګام دی او د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا سبب کیږي.
په کابل کې د ایران سفارت زیاته کړه چې دا مرکز به د افغان سوداګرو لپاره یو ځای وي چې له ایراني توکو او تولیداتو سره اشنا شي.
تر دې مخکې د ایران سفارت په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د ایران د ستر سوداګریز مرکز د پرانیستلو په هدف د ایران یو سوداګریز پلاوی کابل ته راغلی دی.
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره نږدې او دوستانه اړیکې لري او دغه هیواد د څه باندې ۵ میلیونو افغان مهاجرینو کوربه دی او د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک ګڼل کیږي.