دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 266398
په خوست ولايت کې دوه ښوونځي پرانيستل شول
په هېواد کې د نوي تعلیمي کال په رانژدې کېدو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د خوست ولایت په «قلم وال مېنه» سیمه کې د هلکانو او نجونو لپاره د دوو ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن سه شنبه د حوت ۱۳مه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د خوست ولایت په قلعه وال مېنه کې یې د هلکانو او نجونو لپاره دوه ښوونځي پرانیستي دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ټولو افغان ماشومانو لپاره د باکیفیته زده کړو په اړه ټینګار او ملاتړ کړی دی.
 
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د بنسټیزو، هر اړخیزو او دوامداره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کار کوي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې لا هم تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.
 
https://avapress.com/vdcjhme8ouqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته