دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 266107
ایرانی روزونکی یو ځل بیا د افغانستان د فوټسال مشر روزونکی شو
د ایران د فوټسال روزونکی مجید مرتضایی یو ځل بیا د فوټبال فدراسیون د چارواکو له خوا د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکو د ایراني روزونکي مجید مرتضایی د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.
 
د فوټبال فدراسیون د اعلامیې له مخې ایراني روزونکي مجید مرتضایی یو ځل بیا د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشري په غاړه واخیسته.
 
مرتضایی چې پخوا یې د ایران په غوره لیګ کې د فرش آرا لوبډلې لپاره کار کړی و، د ۱۴۰۱ کال په لومړیو کې د افغانستان د لوبډلې مشر روزونکی هم و، خو د جنوبي او مرکزي سیمو د ب ګروپ د آسیايي اتلولیو د فوټسال د غوراوي په وروستي پړاو کې پاتې شو.
 
خو د فوټبال فدراسیون یو ځل بیا دغه روزونکی ګومارلی ترڅو د افغانستان ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ د غوراوي سیالیو لپاره چې په راتلونکي کال کې ترسره شي، چمتو کړي.
 
ټاکل شوې چې ښاغلی مرتضایی به د یوه کال لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشري وکړي.
 
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس محمد یوسف کارګر، د فوټبال فدراسیون د اجراییوي کمیټې غړي عبدالحق فیضي او همایون همدرد له خوا مجید مرتضایی د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه یو ځل بیا معرفي کړ.
 
ددغه روزونکې ټاکل؛ د اسيا د ملتونو جام ته پرمختګ، د فوټسال خپلو ښو ورځو ته راستنېدل، په هېواد کې د دغه مشهور ډګر وده او همدارنګه د افغان فوټسال روزونکو د کيفيت لوړول د افغانستان د فوټبال فدراسيون له مهمو موخو څخه دي.
 
https://avapress.com/vdchv-niq23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته