دخپریدو نیټه :شنبه ۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 265996
په نيمروز ولايت کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو
د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښاروالۍ مسئولين وايي، چې د پسرلي په رارسېدو سره په دغه ولايت کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شوى او ټاکل شوې په دغه ښار کې زر نيالګي کېنول شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د زرنج ښاروال مولوي نورالدین حمزه د نیالګیو کینولو فصل پیلیدو ته په اشارې سره وايي، چې د زرنج ښاروالۍ له خوا په دغه ښار کې یو زر نیالګي کینول کیږي.
 
د زرنج ښاروال هم د نيالګيو ايښودلو ارزښت ته اشاره وکړه او ويې ويل: د نيالګيو ايښودل يوه دوامداره صدقه ده او د هر هیوادوال لپاره لازمه ده چې د خپل کور، هټۍ او ښار د زرغونتيا په موخه نيالګي کېنوي.
 
بل خوا د نيمروز ولايت د چاپيريال ساتني رئيس مولوي حبيب الله مظهري وايي، د هوا د ککړتيا په مخنيوي کې د نيالګيو ايښودل مهم دي.
 
ده دغه راز زياته کړه: د نيالګيو په ايښودلو سره چاپيريال زرغون او ښايسته کيږي او اړوندې ناروغۍ هم کميږي.
 
هر کال د نيالګيو د کرلو د موسم په رانږدې کېدو سره د هېواد په لوېديځ کې د چارواکو او بېلابېلو بنسټونو له لوري زرګونه مېوه لرونکي او بې ميوه لرونکي نيالګي کېنول کېږي، خو د سمې ساتنې او پر وخت نه پاملرنې له امله دغه نيالګي وچېږي.
 
د نيمروز ولايت ښاريان د ښاروالۍ او کرنې له مسئولينو څخه غواړي چې د نيالګيو په ساتنه او پالنه کې د ملي بوديجې د لګولو پر مهال د نيالګيو لګولو په برخه کې د پام وړ کار وکړي او مسلکي کسان دې مکلف کړي.
 
https://avapress.com/vdccopqie2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته