افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بدنی روزنې او سپورت عمومی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د بلخ ولسوالۍ د څوارلسو منتخبو ټیمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ له دریو میاشتو وروسته، دغه سیالۍ د دولت اباد ولسوالۍ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې. د "دوه صفر" پایله پای ته ورسیده.
دغه سیالۍ په بلخ کې د فوټبال د ودې او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې.
ديادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې دخلم ولسوالۍ ټيم وتوانيد چې دويم مقام خپل کړي .