دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 265936
په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنیو شرکتونو یو کنسرسیوم جوړ شو
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، دغه وزارت په افغانستان کې د پانګونې په موخه په روسیه، ایران او پاکستان کې د پانګونې د شرکتونو یو کنسرسیوم جوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلی چې دغه کنسرسیوم د افغانستان، روسیې او د افغانستان د کورنیو خصوصي سکتور، ایران، پاکستان او ۱۴ افغان پانګوال د دې کنسرسیوم غړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې افغان لوري له ايراني، روسي او پاکستاني شرکتونو سره يو تفاهم ليک لاسليک کړى، چې پر بنسټ يې بهرني پانګوال د برېښنا د توليد، د سالنګ د دويم فاز د جوړولو، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په برخو کې پانګونه کوي.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ، د دغو پروژو لومړنۍ سرمایه څه باندې یو میلیارد ډالره ده او ډېر ژر به د تړون د ښکېلو خواوو استازي د پروژو د بیا کتنې لپاره کابل ته راشي.
 
جواد د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي چې کورني او بهرني پانګوال یې هڅولي او هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې په ځینو هېوادونو کې د افغاني ادارو د نه فعالیت له امله د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان په ویزو کې پانګوالو ته د اسانه لاسرسي په موخه د کابل په هوايي ډګر کې ځانګړی دفتر جوړ کړی دی.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ، بهرني پانګوال کولای شي پرته له کومې ستونزې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له بلنې وروسته افغانستان ته راشي او په هوايي ډګر کې خپلې وېزې ترلاسه کړي.
 
په همدې حال کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې اسلامي امارت په روسیه، ایران او پاکستان کې د پانګونې د شرکتونو یو کنسورشیم جوړ کړی او ګډ شرکتونه د برېښنا، کانونو او زیربناوو په برخو کې د پانګونې لپاره کار کوي.
 
د عزیزي د څرګندونو په اساس، د شرکتونو او ځانګړو اقتصادي زونونو جوړول د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اوږدمهاله پلانونو برخه ده او د اسلامي امارت د پروژو د امنیت مسئله هغه موضوع ده چې په دې اړه تر اوسه ډېر بحثونه شوي دي.
https://avapress.com/vdcgwn9x3ak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته