افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله دریمه لوبه له متحده عربي اماراتو څخه وګټله.
د اماراتو لوبغاړو لوبه پیل کړه او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې دغه هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او دغه لوبه یې وګټله.
په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۰ او کریم جنت ۵۶ منډې وکړې.
افغانستان تر دې وړاندې یوه لوبه يي کتلي وه او یوه یې بایللې وه.