کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د شل اوریزو سیالیو اتله شوه

1 حوت 1401 ساعت 12:12

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له دوو بریاوو او یوې ماتې وروسته د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره د شل اوریزو سیالیو اتله شوه.


آوا - کابل: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله دریمه لوبه له متحده عربي اماراتو څخه وګټله.
 
د اماراتو لوبغاړو لوبه پیل کړه او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.
 
د افغانستان د کرکټ لوبډلې دغه هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او دغه لوبه یې وګټله.
 
په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۰ او کریم جنت ۵۶ منډې وکړې.
 
افغانستان تر دې وړاندې یوه لوبه يي کتلي وه او یوه یې بایللې وه.
 


د مطلب کود: 265770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265770/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-په-متحده-عربي-اماراتو-کې-شل-اوریزو-سیالیو-اتله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com