دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 265654
چین له افغانستان سره د اقتصادي تعامل او همکارۍ اعلان وکړ
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي تعامل او همکارۍ په اړه د خپل هېواد هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې ډېر ژر به کابل ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره وکتل او پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول پر اقتصادي مسایلو یې خبرې وکړې.
 
د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا، په دې غونډه کې د چین استازي ویلي چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي.
 
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې په قطر کې د پاکستان له سفیر او قطري چارواکو سره یې په جلا جلا کتنو کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او بیارغونې لپاره د بیجینګ او دوحې ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
 
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي مسایلو، د سوداګرو د ستونزو پر حل او په افغانستان کې د چین لخوا د پیل شوو پروژو د کار پر چټکتیا خبرې کړي.
 
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په خپل ټویټر کې لیکلي چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر، په قطر کې د پاکستان له سفیر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې له مشر سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
 
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو ژیاونګ وايي:«د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د چارو له رئیس یوسف سلطان لارم سره مې د لیدنې پر مهال د افغانستان د وضعیت په اړه ګټورې خبرې وکړې. "دواړو لورو موافقه وکړه چې له افغان لوري سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې لپاره به د چین او قطر همکارۍ لا پیاوړې کوي."
 
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې یې د نوي رژیم له جوړېدو وروسته خپل سفارت پرانیستی ساتلی او له اسلامي امارت سره یې ځینې سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
چین په نړۍ کې یو له سترو اقتصادي هیوادونو څخه دی.
 
  له دغه هېواد سره د لویو اقتصادي اړیکو جوړول کولای شي د جنګ ځپلي افغانستان د صنعتي او اقتصادي سوکالۍ لپاره لوی ظرفیتونه برابر کړي.
 
https://avapress.com/vdcdkk0xoyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته