دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 265492
په کابل کې د میوو او سبزیو مارکیټ پرانیستل شو
کابل ښاروالۍ وايي، د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د میوو او سبزیو نوی مارکیټ پرانیستل شوی، چې ۳ زره تنو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د خدمتونو مرستیال محمد خالد وايي، کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې په نړیوالو معیارونو سره د میوو او سبزیو مارکیټ جوړ کړي.
 
د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې رييس محمد عارف کمالي وويل: په دې پړاو کې موږ يواځې هغو هټيوالو ته چې په بت خاک څلورلارې کې يې دوکانونه لرل، دوکانونه ورکړي دي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول په دغه مارکېټ کې درې زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
 
خو د بګرامي د سبزيجاتو او مېوو د مارکېټ اتحاديې مسوولين وايي، چې په دغه مارکېټ کې شاوخوا پنځه سوه دوکانونه وېشل شوي دي.
 
د بګرامي د سبزيجاتو او مېوو د مارکېټ د اتحاديې مشر لعل اغا افغان هم وويل: نن په دغه مارکېټ کې د سبزيجاتو او مېوو ٤٨٠ هټۍ په رسمي ډول پرانېستل شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
 
د کابل په ختیځ زون کې د بګرامي سبزیجاتو او میوو مارکیټ له دې وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې د خاک جبار، بګرامي، سروبي، ده سبز، چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د خلکو لپاره په څه باندې ۱۷۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی و.
 
https://avapress.com/vdcdnk0xxyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته