دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 265490
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران امکان څرګند کړی دی
د هوا پېژندنې ادارې له نن (سه شنبه، دلوې ۲۵) څخه تر سبا چهارشنبه (دلوې ۲۶) په ۱۵ ولایتونو کې د باران او واورو د ورېدو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست د اعلامیې له مخې چې نن سه شنبه (دلوې ۲۵) خپره شوه، د بدخشان، نورستان، تخار، کندز، بغلان، پنجشیر، بامیان، سمنګان، غور، سرپل، د سالنګ په ګډون بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات به د باران او واورو شاهد وي.
 
له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې باران او له ۲۰ څخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې واوره اټکل شوې ده.
 
تر دې وړاندې هم د واورې ورېدو له امله د هېواد د يو شمېر ولايتونو او ولسواليو مواصلاتي لارې تړل شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcb9sb5grhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته