افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت په لغمان ولایت کې د ۵ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال د جوړولو خبر ورکړی دی.
د فواید عامې وزارت وايي، د اوبو دغه کانال چې ۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱ متره سور او ۷۰ سانتي ژوروالی لري، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مالي مرسته به په ۹ میاشتو کې بشپړ شي.
ویل کیږي چې د دغه کانال په بشپړیدو او فعالیدو سره به ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري د دغه ولايت ډېرى سيمې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوې وې.
د فواید عامې وزارت په داسې حال کې په دغه ولایت کې د اوبو د دغه کانال د جوړېدو خبر ورکوي، چې د روان کال په پیل کې سېلابونو د دغه ولایت ډېری خلک زیانمن کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې لغمان ولايت د هېواد يو له ګرمو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى خلک يې د سبزيجاتو په کرلو بوخت دي.