دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 265463
له ازبکستان څخه د رئیس الوزرا د ځانګړي پلاوي راتګ؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو ټرانزیټ به بیا پیل شي
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د توکوو د ترانزیت له لس ورځني بندښت وروسته، د رئیس الوزرا ځانګړی پلاوی چې په دغه هېواد کې د ستونزو د حل په موخه استول شوی و، بېرته افغانستان ته راستون شو. دغه پلاوی چې تېره دوشنبه (دلوې ۲۴) د حیرتان د بندري ښارګوټي له لارې هېواد ته داخل شو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ د بیا پیلېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس- مزار شریف: مولوي عبدالله ابدالي؛ د افغانستان - ازبکستان د اورګاډي د لس ورځني بندښت د ستونزو د حل په موخه د رئیس الوزرا ځانګړي استازي د حیرتان په بندري ښارګوټي کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: د اسلامي امارت د پلاوي څلور ورځنی سفر او د ازبکستان د جمهوري ریاست د چارواکي سره تر خبرو وروسته، ریل پټلۍ بیا فعال شوه او د افغانستان او ازبکستان د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې په بشپړه توګه حل شوې دي.
 
هغه زیاته کړه، له ازبکستان جمهوریت سره په نوي هوکړه لیک او تفاهم کې د افغاني توکو د ترانزیت په برخه کې لس سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی او د ازبکستان جمهوریت چارواکو د تخنیکي پرسونل د روزنې، د افغانستان د ساختماني چارو په برخو کې د همکارۍ اعلان کړی دی.
 
مولوي ابدالي څرګنده کړه، له ازبکستان سره د اورګاډي پټلۍ له لارې واردات او صادرات مهم دي او هغه ستونزه چې رامنځته شوې په غوره توګه حل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به د پخوا په پرتله لا ښه دوام وکړي.
 
له بلې خوا د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رئيس مولوي بخت الرحمن شرافت د رېل پټلۍ د ترانزيت د قرارداد په لګښت کې ۷۰ سلنه کموالى اعلان کړ او ويې ويل: اوسنی قرارداد د ۳،۷ ميليونه ډالرو په ارزښت لاسليک شو چې ۱۰،۲ ميليونه ډالره و.
 
په همدې حال کې ښاغلی جمشید بابا قل؛ د ازبکستان د جمهوري ریاست استازي وویل: د افغانستان د اسلامي امارت له پلاوي سره د خبرو په بهیر کې له لسو ورځو وروسته د ستونزو د حل او د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د کرښې د بیا فعالولو په اړه تفاهم ته ورسیدل او موږ هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره د پاکستان هېواد ته د اورګاډي کرښې د غځولو په برخه کې همکاري وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې هره ورځ له يو سل څخه تر پنځوسو واګون پورې توکي هېواد ته واردېږي او افغاني توکي د حيرتان بندر د اورګاډي له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادرېږي.
 
https://avapress.com/vdcb0sb5frhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته