دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 265382
په هرات ولایت کې د نيالګيو د ايښودلو د فصل پیل؛ ۴۰ زره نیالګي کینول کیږي
په هرات کې د شنې نيالګيو ايښودلو د کمپاين د پيل په مراسمو کې د دغه ولايت د ښاروالۍ مسوولينو وويل، چې په دغه ولايت کې د شنې نيالګيو د ايښودلو د موسم له پيل سره په پلان کې لري، چې څلويښت زره بې ميوه لرونکي نيالګي کېنوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي: دغه اداره په پام کې لري چې تر ۳۵ زره بې میوه لرونکي نیالګي چې د ناجو، صنوبر، ورېښمو او ارغواني بوټو کرل په کې شامل دي.
 
ده وويل: د ښاروالۍ له خوا به نور پنځه زره نيالګي د نورو دولتي ادارو او انتقالي وکيلانو ته وويشل شي، ترڅو ټول ښاريان د شنه کولو په بهير کې برخه واخلي.
 
په همدې حال کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: د دغه ولایت سیمه ییزه اداره په پام کې لري چې د هرات ښار په شمالي برخه کې په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې نیالګي کینوي او که نتیجه یې سمه وي، په دغه ولایت کې به نوره سیمه په شنه ساحه کې وکرل شي.
 
ده زياته کړه: د شنو ساحو د پراختيا په برخه کې اووه پروګرامونه په پام کې لري چې درې يې د دولت له خوا او پاتې نور يې د خلکو په همکارۍ پلې شي.
 
هرات د هېواد په لوېديځ کې يو له ګڼ مېشتو ولايتونو څخه دى، چې په ژمي کې د موټرو د زياتوالي او د خلکو له خوا د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د بېلابېلو سون توکو د کارولو له امله په دغه ولايت کې د هوا د ککړتيا کچه لوړه شوې ده.
 
د هرات ولایت زرغون کول به په دغه ولایت کې د هوا د ککړتیا په کمولو کې اغېزمن تمام شي.
 
https://avapress.com/vdcbwsb55rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته