دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 265201
په ترکیه کې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۱۲ زرو تنو واوښت
د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي: په دغه هېواد کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۱۲ زرو څخه زیات مړه او څه باندې ۶۳ زره ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (آفاد) د پنجشنبې په سهار د هیواد په جنوب کې د دوو زورورو زلزلو له امله د تلفاتو د شمیر په اړه نوې احصایې خپرې کړې چې له امله یې لس ولایتونه زیانمن شوي دي.
 
د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې په ترکیه کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۲۳۹۱ تنو ته لوړ شوی او ۶۲۹۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
د اناتولي خبري آژانس خبر له مخي، د ۷،۷ او ۷،۶ درجې زلزلې په پایله کې له ۱۰ ساعتونو څخه په کمه موده کې له ۶۵۰۰ څخه ډیر ودانۍ نړیدلې او له ۱۳ میلیون څخه ډیر خلک د دې طبیعي پیښو له امله اغیزمن شوي.
 
تر دې زلزلې وروسته د ترکیې حکومت اووه ورځنی ماتم اعلان کړی او په هېواد کې یې ټولې سپورتي سیالۍ تر بل خبرتیا پورې وځنډولې.
 
په ټوله ترکیه کې به ښوونځي د فبرورۍ تر ۱۳مې نیټې پورې تړلي وي او په ۱۰ زلزله ځپلو ولایتونو کې تعلیمي مرکزونه به هم د فبرورۍ تر ۲۰مې نیټې پورې تړلي وي.
 
تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد په جنوب کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پر مهال د ترکیې په جنوب کې د دغو زلزلو په وړاندې د خپل حکومت په لومړنیو غبرګونونو کې د ستونزو په موجودیت اعتراف وکړ.
 
https://avapress.com/vdcbgsb58rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته