افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ (دلو ۱۹) په دې غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته «نړیوال ترهګریز سازمانونه» لا ډېر فعال شوی او القاعده هم په دې برخه کې فعالیت لری.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې د نشه يي توکو کاروبار مخ په ډېرېدو دی او د نړۍ ۸۰ سلنه نشه يي توکي له افغانستانه تولیدېږي.
ولادیمیر پوتین ویلي دي: هغه شخړې چې د اوکراین په ګډون د نړۍ په نورو سیمو کې رامنځ ته کیږي، د افغانستان د وضعیت اهمیت نه کموي.
له بلې خوا پوتین ویلي دي چې په افغانستان کې څلور میلیونه خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان مسئله تل د روسیې لپاره مهمه وه او اوس یې اهمیت دوه چنده شوی دی.
د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشف هم په دې غونډه کې وویل چې امریکا هڅه کوي کنګل شوې پیسې بیرته ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا يوې محکمې د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو ژوندي پاتې شويو کسانو ته د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د جبران د ورکړې غوښتنه رد کړه، خو د روسيې د امنيت شورا منشي وويل، چې لويديځوال هڅه کوي، چې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو څخه یوه برخه د امریکا اتباعو ته د خسارې په توګه ورکړي.