افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۲۲ مه غونډه کې پریکړه وشوه چې د خلکو له خوا د واټرپمپونو او یا نورو وسیلو په وسیله د اوبو استعمال منع دي.
په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د کورنیو چارو وزارتونو په ګډون یو پلاوی موظف شو چې د دغې پرېکړې د عملي کولو لپاره طرحه جوړه او ارګ ته یې وړاندې کړي.
له بلې خوا په دې غونډه کې د فواید عامې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د هېواد د لویو لارو په ځانګړې توګه د سالنګ د لویې لارې ساتنې او څارنې ته جدي پاملرنه وکړي.
دا دندې په داسې حال کې سپارل کیږي، چې د سالنګ لویه لار تر دې وړاندې د سختو واورو د اورښت شاهده وه.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اوبو پر سر شخړې او کورنۍ جګړې رامنځته شوي دي.