افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن دوشنبه (دلو ۱۷)، دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسلامی هېوادونو او مرستندویه بنسټونو غوښتی چې د دغې پېښې له قربانیانو سره ژر تر ژره مرسته وکړی.
خو د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې په ترکیه کې د زلزلې له امله لوی ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
کرزي زیاته کړه، د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو او د ترکیې حکومت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته عاجلې روغتیا غوښتونکي یم.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دا زلزله نن دوشنبه سهار (دلو ۱۷) وشوه چې د ریښتر په کچه ۷.۴ درجه وه او د زلزلې مرکز د ترکیې په جنوب کې د پزاردژیک په سیمه کې اعلان شوی دی.
امريکا، اروپايي ټولنې، اوکراين، هند، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو د دغې پېښې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او مرستې ته يې چمتووالى اعلان کړ.
له بلې خوا د سوریې دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په دغه هیواد کې د زلزلې له امله تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.