افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد مرکزي بانک نن دوشنبه (دلو ۱۷) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ به ۱۷ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
د مرکزي بانک لخوا په خپره شوې اعلامیه کې، بانکونو، د تبادلې شرکتونو او پیسو خدماتو څخه غوښتل شوي چې په داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل خپل پور په نغدو پیسو د افغانستان بانک ته وسپاري.
مرکزي بانک په داسې حال کې د ډالرو د لیلام اعلان کړی، چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه د پام وړ لوړه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان مرکزي بانک وخت په وخت ډالر د ليلام له لارې پلوري، څو د افغانيو پر وړاندې د ډالر د تبادلې نرخ ثابت پاتې شي.