افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: عبدالبر اثری؛ د تخار ولایت مستوفي نن دوشنبه (دلو ۱۷)
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د تخار ولایت مستوفي په تېر کال کې ۲۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د مالیې په برخه کې د تېر کال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی ښيي.
د هغه په وينا، د ماليې د راټولولو په پروسه کې د روڼتيا رامنځته کول خلکو ته اجازه ورکړې، چې پرته له ځنډه خپل ماليات ژر تر ژره وسپاري.
د تخار مستوفي ټینګار وکړ چې په ټول ولایت کې له ټولو دولتي او غیردولتي ادارو څخه راټول شوي عواید د دولت خزانې ته اضافه کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د هېواد په ډېرو دولتي ادارو کې د اداري فساد د کموالي له امله د خپلو عوایدو د زیاتوالي خبر ورکوي.